افغان غږ خبری آژانس: د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس اسدالله اسدی په اړو کسانو د مرستو د ویش په مراسمو کې د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل:« له مستحقو کورنیو سره د مرستې او نیول روحیه ده. د سوداګرو په ګڼه ګوڼه کې زیاتوالی راغلی او هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې سوداګر په ګډه او انفرادي ډول خوراکي توکي وېشي.
اسدی وويل، چې د کمال نبي زاده خيريه بنسټ هره ورځ په مزارشريف ښار کې پر اړمنو کسانو ته هره ورځ د اوړو او غوړيو په ګډون خوراکي توکي وېشي او نورو سوداګر هم دغه لاره خپله کړې ده.
هغه زياته کړه، چې پر اړمنو کسانو د مرستو وېش بسنه نه کوي او په همدې حال کې د روژې له پيل سره سم په ښار کې د يوه لارۍ اوړو او يوه لارۍ غوړيو د بازار له نرخ څخه ښکته د پلورلو لړۍ هم روانه ده.
له بلې خوا د کمال نبي زاده خيريه بنسټ مشر امان الله عزيزي وويل: موږ د هېواد په کچه فعال يو او د روژې په مبارکه مياشت کې د مرستو رسولو او اړمنو ته د خوراکي توکو د وېش لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې لرو.
په همدې حال کې د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکو د روژې مبارکه مياشت د بې وزلو د لاس نيولو او د اړمنو خلکو د پالنې يو فرصت وباله او ويې ويل: اوړه او غوړي په دې ولايت کې له بې وزلو کورنيو سره ستره مرسته ده. د روژې مبارکه میاشت ده او له سوداګرو څخه مو غوښتنه ده چې د هېوادوالو لاس نیونه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په مزارشريف ښار کې د سوداګرو له خوا د خوراکي توکو او د افطار د کڅوړو د وېش غوښتنه د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولينو، علماوو او نورو شخصيتونو او بنسټونو کړې وه.