افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په ایکس چینل کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې دغې ادارې په تیرو ۱۸ میاشتو کې ۲۸۳۱ تنه د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د هیواد روغتونونو ته لیږدولي دي.
تر دې مخکې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر په نږدې راتلونکي کې په کابل ښار کې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د یوه مجهز روغتون د جوړولو اعلان وکړ.