کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۷۸ ماشومان د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته معرفي شول

16 دلو 1402 ساعت 15:27

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د زړه په ناروغۍ اخته ۷۸ ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته معرفي کړي دي.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر په ایکس چینل کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې دغې ادارې په تیرو ۱۸ میاشتو کې ۲۸۳۱ تنه د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د هیواد روغتونونو ته لیږدولي دي. 

تر دې مخکې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر په نږدې راتلونکي کې په کابل ښار کې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د یوه مجهز روغتون د جوړولو اعلان وکړ.


د مطلب کود: 285435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285435/د-زړه-سوري-په-ناروغۍ-اخته-۷۸-ماشومان-درملنې-لپاره-کابل-روغتونونو-ته-معرفي-شول

آوا
  https://www.avapress.com