دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 278914
د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
د "پولیو څخه پاک افغانستان" سازمان اعلان وکړ چې سبا دوشنبه به د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د «پولیو څخه پاک افغانستان» په نوم د ایکس ټولنیزې شبکې په پاڼه کې د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه کمپاین به په تخار، کندز، بغلان، نورستان، کنړ، لغمان، کاپيسا، کابل، پروان، ننګرهار، خوست، پکتيا، پکتيکا او غزني ولایتونو کې پيلېږي.
 
په دغه اعلاميه کې د يادو ولايتونو له اوسېدونکو غوښتل شوي، چې له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان واکسين کړي، څو له افغانستانه د پوليو ناروغي له منځه ولاړه شي.
 
له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د عامي روغتیا وزارت لخوا د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د مرستندویه مؤسسو په همکارۍ د پولیو د واکسین څو دورې کمپاینونه په لاره اچول شوي وو.
 
سږ کال په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال افغانستان او پاکستان د نړۍ يوازيني هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغي پکې صفر ته نه ده رسېدلې.
 
https://avapress.com/vdcgq79xtak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته