د هرات برېښنا رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پايه د تلې مياشتې په ۳۰مه د هرات ولايت غوريان ولسوالۍ د کلاته غازي کلي کې د نامعلومو کسانو له لوري په ماينونو الوزول شوې ده.
د دغه رياست په خبره، د دې پايې په نړېدو سره د هرات ۵۰ سلنه ښاريان له برېښنا بېبرخې شوې دي.
د هرات برېښنا رياست وايي، پايې ته جدي زيان اوښتی او هڅه کوي ژر تر ژره سيمې ته خپل تخنيکي ټيم ولېږي تر څو يې بېرته ورغوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)