کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پر هرات ښار د ايران وارداتي برېښنا پرې شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 عقرب 1399 ساعت 11:57

د هرات د برېښنا رياست وايي، د نامعلومو کسانو له لوري په دغه ولايت کې د برېښنا يوه پايه نړول شوې او پر هرات ښار د ايران وارداتي برېښنا پرې شوې ده.


د هرات برېښنا رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پايه د تلې مياشتې په ۳۰مه د هرات ولايت غوريان ولسوالۍ د کلاته غازي کلي کې د نامعلومو کسانو له لوري په ماينونو الوزول شوې ده.
د دغه رياست په خبره، د دې پايې په نړېدو سره د هرات ۵۰ سلنه ښاريان له برېښنا بې‌برخې شوې دي.
د هرات برېښنا رياست وايي، پايې ته جدي زيان اوښتی او هڅه کوي ژر تر ژره سيمې ته خپل تخنيکي ټيم ولېږي تر څو يې بېرته ورغوي.


د مطلب کود: 221207

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/221207/پر-هرات-ښار-د-ايران-وارداتي-برېښنا-پرې-شوه

آوا
  https://www.avapress.com