بریتانیا تېره ورځ په بروکسل کې د افغان امنیتي ځواکونو د باور صندوق پلاوو ترمنځ جوړه شوې غونډه کې له امنیتي ځواکونو سره په ۲۰۲۱ کال کې د ۷۰ میلیونه پونډه مرستې ژمنه وکړه.
په دغه ناسته کې د ناټو ټولو غړو هیوادونو تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ټینګار وکړ.
په کابل کې د بریتانیا سفارت دغه راز ویلي، په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د مذاکراتو له پیل سره هممهاله په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدل ورته د منلو وړ نه دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)