کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بریتانیا له افغان پوځ سره۷۰ میلیونه پونډه مرسته کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 میزان 1399 ساعت 16:12

په کابل کې د بریتانیا سفارت وایي، لندن راتلونکي ۲۰۲۱ میلادي کال کې له افغان امنیتي ځواکونو سره ۷۰ میلیونه پونډه مرسته کوي.



بریتانیا تېره ورځ په بروکسل کې د افغان امنیتي ځواکونو د باور صندوق پلاوو ترمنځ جوړه شوې غونډه کې له امنیتي ځواکونو سره په ۲۰۲۱ کال کې د ۷۰ میلیونه پونډه مرستې ژمنه وکړه.
په دغه ناسته کې د ناټو ټولو غړو هیوادونو تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ټینګار وکړ.
په کابل کې د بریتانیا سفارت دغه راز ویلي، په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د مذاکراتو له پیل سره هممهاله په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدل ورته د منلو وړ نه دي.
 


د مطلب کود: 221081

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/221081/بریتانیا-له-افغان-پوځ-سره۷۰-میلیونه-پونډه-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com