دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 218239
زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدو په هدف دوحې ته تللی
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، د خلیلزاد د سفر هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو ژر پیلېدل بلل شوي دي. د سرچېنې په خبره، امریکا هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځۍ خبرې ژر پیل شی. متحده ایالاتونه وایي، افغانان له روانې جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي او اړتیا ده چې دغه ناورین نور پایته ورسېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې پر افغان سیاستوالو غږ شوی چې د سولې لپاره اوسنی رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر تر بشپړېدو وروسته ټاکل شوې وه چې د حکومت مذاکراتي پلاوی د تېرې پنجشنې په ورځ قطر ته سفر وکړي، خو د ځینو نا څرګندو دلایلو له مخې ویل کیږي چې دغه سفر ځنډېدلی دی. لاهم معلومه نه ده چې د طالبانو او حکومت تر منځ به مخامخ خبرې کله پیل شي.
https://avapress.com/vdcaeanuo49n6u1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته