دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 218150
کندوز کې د طالبانو جګړې؛ یوازې امام صاحب کې ۱۵۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي
د کندوز ولایتي شورا وايي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دطالبانو د وروستیو جګړو له امله ۱۵۰۰ کورنۍ اړې شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي. ډېری دغه کورنۍ د دهقان قشلاق، بخمل کوچه او قرغز کلیو څخه بې ځایه شوې دي. د کندوز د ولایتي شورا غړی خال الدین حکیمي وايي:«کله چې طالبان کلي ته راننوتل، خلک یې له کلیو واېستل او وې ویل چې جګړه کوي تاسې خپل کورونه پرېږدئ. دوی اوس بې ځایه شوي دي او د امام صاحب ولسوالۍ په شاوخوا کې دي.» د کندوز اوسېدونکي وايي، دغه بې ځایه شوي چې د خپل خپلوانو او یا هم په کرايي کورونو کې اوسېږي او ځينې یې بیا په ډاکونو کې شپې او ورځې تېروي بیړنو مرستو ته اړتیا لري. د امام صاحب اوسېدونکی ارباب عزیزالله وايي:«کله چې طالبانو زموږ کلی ونیو، ټول ووتل زموږ کلی بمبارد شو؛ کورونه وسوځېدل او ویجاړ شول.» د کندوز یو اوسېدونکي ادعا کوي، طالبانو ورته ویلي چې له خپلو کورونو ووځي؛ چې د جګړې له امله زیان ونه ویني؛ خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د امام صاحب اوسېدونکې شاه ګل څرګندوي:«له موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې. موږ هېڅ مرسته نه ده لیدلې.» له دې سره سم، د کندوز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مشر وايي، دغو بې ځایه شویو کورنیو ته د لومړنیو خوراکي توکو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي. د ویلو ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي دي چې، د امام صاحب ولسوالۍ تر څنګ، د کندوز له ځینو نورو سیمو هم شاوخوا ۲۱ زره کسان د وروستیو جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځای شوي دي.
https://avapress.com/vdccp4qix2bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته