کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندوز کې د طالبانو جګړې؛ یوازې امام صاحب کې ۱۵۰۰ کورنۍ بې ځایه کړي

15 سنبله 1399 ساعت 8:28

د کندوز ولایتي شورا وايي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دطالبانو د وروستیو جګړو له امله ۱۵۰۰ کورنۍ اړې شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي.
ډېری دغه کورنۍ د دهقان قشلاق، بخمل کوچه او قرغز کلیو څخه بې ځایه شوې دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړی خال الدین حکیمي وايي:«کله چې طالبان کلي ته راننوتل، خلک یې له کلیو واېستل او وې ویل چې جګړه کوي تاسې خپل کورونه پرېږدئ. دوی اوس بې ځایه شوي دي او د امام صاحب ولسوالۍ په شاوخوا کې دي.»
د کندوز اوسېدونکي وايي، دغه بې ځایه شوي چې د خپل خپلوانو او یا هم په کرايي کورونو کې اوسېږي او ځينې یې بیا په ډاکونو کې شپې او ورځې تېروي بیړنو مرستو ته اړتیا لري.
د امام صاحب اوسېدونکی ارباب عزیزالله وايي:«کله چې طالبانو زموږ کلی ونیو، ټول ووتل زموږ کلی بمبارد شو؛ کورونه وسوځېدل او ویجاړ شول.»
د کندوز یو اوسېدونکي ادعا کوي، طالبانو ورته ویلي چې له خپلو کورونو ووځي؛ چې د جګړې له امله زیان ونه ویني؛ خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امام صاحب اوسېدونکې شاه ګل څرګندوي:«له موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې. موږ هېڅ مرسته نه ده لیدلې.»
له دې سره سم، د کندوز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو مشر وايي، دغو بې ځایه شویو کورنیو ته د لومړنیو خوراکي توکو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.
د ویلو ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي دي چې، د امام صاحب ولسوالۍ تر څنګ، د کندوز له ځینو نورو سیمو هم شاوخوا ۲۱ زره کسان د وروستیو جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځای شوي دي.



د مطلب کود: 218150

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/218150/کندوز-کې-د-طالبانو-جګړې-یوازې-امام-صاحب-۱۵۰۰-کورنۍ-بې-ځایه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com