دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۶
د مطلب کود : 218145
له ایرانه د افغان کډوالو د ویستو بهیر چټکوالی
د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي چې وروستیو ورځو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ویستو بهیر ګړندی شوی دی. د شمېرو له مخې د ورځې کابو دوه زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې هېواد ته راځي. د هرات د کډوالو چارو رییس، احمد جاوید نادم څرګندوي:«هغه کسان چې ویستل کیږي او هېواد ته راځي، شمېر یې ډېر دی او د کرونا ویروس د خپرېدو له مودې پرتله یې شمېر زیات شوی دی. که په منځني توګه یې حساب کړو د پنځه دېرشو او څلویښت سلنې ترمنځ راځي.» د کډوالو چارو ریاست د شمېر له مخې یوازې روان کال کې کابو ۳۰۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا له لارې له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

په همدې حال کې له ایرانه راغلي ځيني کورنۍ پر پوله د یراني پولیسو له بد چلنده شکایت کوي. دوی وايي هېواد ته له راتلو سره له حکومته د کار زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

هرات کې له ایرانه تازه راغلي پنځه کس ییزه کورنۍ وايي چې د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ دي. دوی وايي خپل ټول شته یې خرڅ کړل او ایران ته ولاړل، خو موخې ته نه وو رسېدلي  چي ایراني پولیسو ونیول او بېرته یې افغانستان ته ستانه کړل.

د یادې کورنۍ غړی، امان الله څرګندوي:«له خپله دولت نه غوښتنه کوو چې د کار زمینه برابره کړي، څو د دغو ماشومانو لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ نشو.»

له ایرانه ویستل شوی کډوال، عبدالشکور زیاتوي:«افغانستان کې ژوند ډېر سخت دی. موږ له دولت نه غوښتنه کوو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

ویستل شوې کورنۍ وايي چې پولیسو وهلي او ډبولي دي همداراز یې څو شپې ورځې وږي ساتلي دي.

کډواله، رحیمه زیاتوي:«قاچاقي لارې ډېرې ستونزمنې وې.»

بله کډواله، فیض النساء زیاتوي:«غوښتل مو ایران ته ولاړ شو. له شېرازه یې ونیوو. شپږ ورځې یې بند کې وساتلو او پرته له اوبو راته څه نه رسېدل.»
https://avapress.com/vdcgt79xnak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته