دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 218135
کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت مرستیاله وايي، واشنګټن تمه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې دوحه کې د افغانانو ترمنځ اوربند د خبرو له اصلي موضوعاتو وي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې د بهیر له بشپړېدو سره سم، اوس واشنګټن په تمه دی چې، د افغانانو تر منځ د سولې خبرې ژر تر ژره پیل شي؛ څو په افغانستان کې اوربند لپاره لاره پرانېستل شي.

افغانستان کې د امریکا سفارت مرستیاله، کرن دکر څرګندوي:«په هر اندازه چې خبرې اترې ژر پیل شي، په هماغه اندازه به موږ د طالبانو د واقعي لومړیتوبونو په اړه ژر پوه شو او موږ بیا کولی شو چې د تل پاتې او سراسري اوربند لپاره هم چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې یو له شرایطو وو، خبرې اترې پیل کړ.»

د هېواد په بیلابیلو برخو کې د بریدونو د ډیروالي له امله اندېښنې په داسې حال کې راپورته شوي چې، د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو د ځنډېدو یو لامل هم همدا بریدونه بلل کیږي.

د افغانستان ژغورنې اوسولې شورا رییس، ګل رحمان قاضي:«دا د سولې لپاره یو فرصت دی او دا فرصت باید له لاسه ورنکړو، او هېواد کې باید تاوتریخوالی او وژنه دوام وکړي.»

بله پوښتنه چې مطرح کیږي دا ده چې، د افغانانو تر منځ د سولې له خبرو وروسته په سیاسي چوکاټ کې د طالبانو د دخیلولو لپاره، آیا داسې کېدای شي چې، په افغانستان کې یو انتقالي او یا هم لنډ مهالی حکومت جوړ شي؟

کابل کې د امریکا سفارت مرستیاله، کرین دیکر په دې اړه وايي:« ‎زه فکر کوم چې دا به ګواښوونکې وي چې هڅه وکړو پوه شو چې د خبرو په پای کې څه پېښېږي. فکر کوم چې، په دغو خبرو کې باید د افغانستان د ټولو خواوو ډېرې سلا مشورې واخیستل شي. فکر کوم دواړه لوري به د عزتمندې، تل پاتې او داسې سولې په اړه چې پکې لاسته راوړنې خوندي وساتل شي؛ خبرې وکړي. زه فکر کوم چې، د انتقالي او یا هم لنډ مهالي حکومت د جوړېدو په اړه بحثونه به ګټور نه وي. »

په داسې حال کې چې د هېواد په ځینو برخو کې د حکومت له لوري د ملیشه جوړونې په اړه راپورونه خپاره شوي؛ خو دغه امریکایۍ ډیپلوماټه وايي، واشنګټن له افغان ځواکونو چې د دغه هېواد له خلکو ساتنه کوي؛ خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
https://avapress.com/vdcfmcd0tw6dyya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته