دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 218087
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو د تبادلې پروسه تېره شپه بشپړه شوې او يوازې ۷ طالب بنديان پاتې دي چې هغه به هم د توافق له مخې قطر ته لېږدول کېږي او هلته به تر څار لاندې وي. يو شمېر حکومتي او طالب سرچينو له رسنيو سره خبرو کې تاييد کړې چې تېره شپه افغان حکومت ۱۱۳ طالب بنديان ازاد کړل او طالبانو هم له دې ډلې سره پاتې دوه کومانډو سرتېري ازاد کړل. تر دې وړاندې افغان حکومت ۲۰۰ طالب بنديان ازاد کړي وو او طالبانو هم ۴ کمانډو سرتېري په کندهار کې افغان چارواکو ته سپارلي وو. د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې هغه ۷ طالب بنديان قطر ته لېږدول کېږي چې اسټراليا او فرانسې يې د خوشي کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې وه او د دې دوو هېوادونو اړوند اتباعو په وژلو کې ښکېل دي. دا په داسې حال کې ده چې د پخلاينې عالي شورا وياند فريدون خوځون هم پرون خامه‌پرس ته ويلي وو چې د طالب بنديانو د ازادولو پروسه د چهارشنبې ورځې تر پايه بشپړېږي او ټاکل شوې د پنجشنبه په ورځ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی قطر ته سفر وکړي. د دې تر څنګ پرون د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صدیق صديقي هم پر خپل ټوېټر وليکل چې د افغان حکومت له لوري يو شمېر طالب بنديان خوشي شوي او د دواړو لورو تر منځ د بنديانو تبادلې پروسه روانه ده. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بنديانو په تبادله کې ځنډ د بين‌الافغاني خبرو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ يادېده او اوس داسې ښکاري چې د خپل‌منځي خبرو د پيلېدو لپاره ټول خنډونه لرې شوې دي.
https://avapress.com/vdcbwwb5zrhb8gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته