دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 218086
اووه خطرناک طالب بندیان قطر ته استول کېږي
د وسلوالو طالبانو دوو معتبرو سرچینو رسنیو ته ویلي، دا اووه تنه طالب بندیان هغه کسان دي چي د اسټرالیایي او فرانسوي ځواکونو په وژنه تورن دي او دوی به په راتلونکو ورځو کې قطر ته واستول شي. بلخوا، ټاکل شوې چې نن د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره دوحې ته سفر وکړي. که څه هم حکومت په رسمي ډول دا خبره نه ده تایید کړې، خو ویل کېږي چې د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي تخنیکي ټیم د خبرو پیلېدو لپاره دوحې ته رسېدلی. دغه ډله پنځه کسيزه ښودل شوې چې په قطر کې د افغان پلاوي لپاره هلته د اوسېدو او د سفر ځينې چارې برابروي. په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ کلید ته وویل، هر کله چې د دوی د بندیانو خوشي کېدو بهیر بشپړ شي، دا ډله د مخامخ خبرو لپاره بشپړ چمتو ده
https://avapress.com/vdcaaanui49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته