دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۶:۵۷
د مطلب کود : 217994
د امریکا د کانګرس ډیموکراټیک غړي، د افغانستان په هکله د دغه هېواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د توضیحاتو غوښتونکي شول. دغه ډیموکراټ قانون جوړونکي په جلا لیکونو کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو او دفاع وزیر مارک اسپر ته ګواښ کړی که چېرې هغوی د افغانستان په اړه د واشنګټن د سیاست په هکله پارلمان ته توضیحات ورنه کړي، دغه دوه تنه به احضار کړل شي. ډیموکراټان د څار او اصلاحاتو کمېټه کې او همدارنګه د فرعي امنیت په کمېټه کې وايي چې بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون له څه باندې یوه کال راهیسې، د دغو کمېټو بلنې له پامه غورځوي او یا هم له ځنډ، سر ورکۍ او پلمو سره ځواب ورکوي. په لیک کې ګواښ شوی که چېرې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د چهارشنبې په ورځ ځواب ورنه کړي د سپټمبر میاشتې په ۹ به کانګرس ته احضار کړل شي. د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. امریکا او طالبانو د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په ۲۹ د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د هغه پربنسټ به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر به ۸ زره او ۶۰۰ ته کم شي. په دغې هوکړه کې همدارنګه راغلي دي چې ډېر ژر به د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې په نومبر میاشت کې د دغه هېواد د ټاکنو له ترسراوي مخکې، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر به ۴ زرو ته کم شي.
https://avapress.com/vdchwqnik23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته