دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 217989
د افغانستان، امریکا او جرمني اړیکې پیاوړې کېږي
د افغانستان، امريکا او جرمني ترمنځ د تلپاتې او دوامداره همکارۍ غوښتوونکي دي او هڅه کوي چې د همدغه سازمان له لارې خپلو غوښتنو ته ورسېږي. د ياد سازمان بنسټګر ولي محمد بشردوست وايي، افغانستان له امريکا او جرمني سره د څو لسیزو راهیسې اړيکي لري او هڅه یې دا ده چې دا اړيکې دې تقويه شي. نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د شته وضعيت د ښه کېدو په موخه دې لازم او اساسي اقدامات او همکاري وکړي. بشر دوست وويل: «موږ له خپلو همکارو هېوادونو سره په ډيپلوماټيکه اړيکو او همکاريو کې يو شمېر ستونزې لرو چې بايد دا ستونزې حل شي او له دغو هېوادونو همکاري او اړيکې دې تقويه شي او دا سازمان هم په همدې موخه رامنځ ته شوی او هڅه یې هم همدا ده.»
 بل لور ته د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ ساپۍ بيا څرګندوي، ټولو هغو همکاره هېوادونو چې د جګړې پر مهال یې له افغانستان سره همکاري کړې وه، اوس دې د سولې او امنيت ټينګښت په برخه کې همکاري وکړي. نوموړې زياته وي، تمه لري چې د ياد سازمان له لوري د افغانستان، امريکا او جرمني هېوادونو ترمنځ شته اړيکې د همدې سازمان په واسطه تقويه شي. ساپۍ وويل: «زه له ټولو هغو هېوادونو څخه غوښتنه کوم چې لکه څنګه یې چې د جګړې او بدبختيو پرمهال له افغانستان سره ملتيا وکړه، دغه شان دې اوس د سولې او امنيت ټينګښت او د افغانستان د پرمختګ په برخه کې هم ملتيا او هڅې وکړي، زه هيله لرم چې په نننۍ غونډه کې له نوموړو هېوادونو سره د افغانستان اړيکې د همدې سازمان په واسطه تقويه شي.» په ورته وخت کې سياسي فعال روح‌الله احمدزی په بېلابېلو برخو کې د پالیسي جوړوونکو کسانو نشت بيا له يو شمېر هېوادونو سره د اړيکو ترينګلتيا لامل بولي. احمدزي وويل: «له بده مرغه په دولتي او ډيپلوماټيکه ارګانونو کې پالیسي جوړوونکي کسان نه‌شته او همدا د دې لامل شوی چې زموږ اړيکې له ډېر شمېر هېوادونو بيا په ځانګړي ډول له همکارو هېوادونو سره نازکې شي.» د افغانستان، امريکا او جرمني د ملګرتيا او مرستې د پياوړیتوب سازمان په داسې حال کې د يادو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو پر پياوړتيا ټينګار کوي چې حکومت په وار وار ويلي، د افغانستان په مسايلو کې له ښکېلو ټولو هېوادونو سره ښې او ډيپلوماټيکه اړيکي لري او د سولې په برخه کې یې هم د ملي او سيمه‌يیزې اجماع ترڅنګ نړيواله اجماع هم رامنځ‌ته کړې ده. 
https://avapress.com/vdcbwzb59rhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته