دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 217978
پاکستان یو وار بیا د افغانستان په جګړه کې ښکېلو خواو باندې ټینګار کړی چې د سولې لپاره له تاریخي موقعې ګټه پورته کړي. دا خبره پرون (د اګست ۳۱ مه) پاکستاني چارواکو په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سولې او یو والي لپاره د ایکشن پلان غونډې پر مهال افغان لوري ته وکړه. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دوشنبه یوه خبرپاڼه جاري کړې چې وايي په دغه غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو سېکرېټري سهېل محمود او د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میرویس ناب کوله چې پکې په بېلا بېلو برخو کې او په خاصه توګه د امنیت په چارو کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ په زیاتولو لپاره د اقداماتو جاج واخیستل شو.
https://audio.rferl.org/PK/2020/09/01/88004501-72f4-4862-bf54-dda2dbfef438.mp3?download=1https://audio.rferl.org/PK/2020/09/01/88004501-72f4-4862-bf54-dda2dbfef438.mp3?download=1
https://avapress.com/vdcjaae8ouqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته