دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 217930
کابل او اسلام‌اباد د دوه اړخيزو اړيکو په پياوړي کولو ټينګار وکړ
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر د پاکستان د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سهيل محمود سره ليدنه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د دوه اړيکو پر پياوړي کولو ټينګار وکړ. د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمود د یو لوړپوړي پلاوي، چې د پاکستان د بیلابیلو بنسټونو استازي په کې حضور لري، په مشرۍ «د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د سولې او پيوستون د عمل پلان» دوره‌يي ناسته کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه پرون کابل ته راغلی و او دغه پلاوي پرون له حنيف اتمر سره وليدل. په دې ليدنه کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير د ډیورنډ له کرښې څخه هاخوا د افغانستان په بېلابېلو سیمو د توغنديو ویشتلو په درېدو، د دې هېواد له لوري د خپلسرو تاسيساتو د جوړولو په درېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر خلاصیدو ټینګار وکړ. د خبرپاڼې په حواله، ښاغلي اتمر د سیمه‌یېزې نښلېدنې، د ترانسپورت او سوداګرۍ پراختیا، د حیرتان_ کابل_ پيښور او د حیرتان_ هرات_ کندهار_ کویټې د رېل پټلیو د غزېدو په تړاو خپل لیدلوری پاکستاني پلاوي ته څرګند کړ. په پای کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړی کيدو باندې د بحث ترڅنګ، د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د افغانستان د سولې بهیر څخه د خپل هیواد د هر اړخیز ملاتړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ بهرنیو چارو وزیر ته ورکړ. د یادونې وړ ده چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان د ژمنو د تعقیب دویمه ناسته پرون د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو، میرویس ناب او سهیل محمود په مشرۍ د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه.
https://avapress.com/vdchxqniv23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته