کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل او اسلام‌اباد د دوه اړخيزو اړيکو په پياوړي کولو ټينګار وکړ

11 سنبله 1399 ساعت 10:44

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر د پاکستان د بهرنيو چارو له مرستيال وزير سهيل محمود سره ليدنه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د دوه اړيکو پر پياوړي کولو ټينګار وکړ.

د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمود د یو لوړپوړي پلاوي، چې د پاکستان د بیلابیلو بنسټونو استازي په کې حضور لري، په مشرۍ «د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د سولې او پيوستون د عمل پلان» دوره‌يي ناسته کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه پرون کابل ته راغلی و او دغه پلاوي پرون له حنيف اتمر سره وليدل.

په دې ليدنه کې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير د ډیورنډ له کرښې څخه هاخوا د افغانستان په بېلابېلو سیمو د توغنديو ویشتلو په درېدو، د دې هېواد له لوري د خپلسرو تاسيساتو د جوړولو په درېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر خلاصیدو ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، ښاغلي اتمر د سیمه‌یېزې نښلېدنې، د ترانسپورت او سوداګرۍ پراختیا، د حیرتان_ کابل_ پيښور او د حیرتان_ هرات_ کندهار_ کویټې د رېل پټلیو د غزېدو په تړاو خپل لیدلوری پاکستاني پلاوي ته څرګند کړ.

په پای کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړی کيدو باندې د بحث ترڅنګ، د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د افغانستان د سولې بهیر څخه د خپل هیواد د هر اړخیز ملاتړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ بهرنیو چارو وزیر ته ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان د ژمنو د تعقیب دویمه ناسته پرون د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو، میرویس ناب او سهیل محمود په مشرۍ د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوه.



د مطلب کود: 217930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217930/کابل-او-اسلام-اباد-د-دوه-اړخيزو-اړيکو-په-پياوړي-کولو-ټينګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com