دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 217849
په کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان کلنۍ غونډه کېږي
ټاکل شوې نن په کابل کې د سولې او یووالي لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان د څارنې دوهمه کلنۍ غونډه ترسره شي. د دې غونډې لپاره د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو خپل چمتوالی ښودلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي د مرستیال وزیرانو په کچه به په دغه غونډه کې د امنیت او سولې په برخه کې خبرې وشي. د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا لپاره د عمل پلان مهم یاد شوی او نن به افغان او پاکستاني چارواکي په پنځو ډلګیو کې له ترهګرۍ سره په جګړې ، اقتصادي او امنیتي همکاریو، کډوالۍ، سیاسي همکارۍ او د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ بحث وکړي.
https://avapress.com/vdcgtu9xyak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته