کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان کلنۍ غونډه کېږي

10 سنبله 1399 ساعت 12:01

ټاکل شوې نن په کابل کې د سولې او یووالي لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان د څارنې دوهمه کلنۍ غونډه ترسره شي. د دې غونډې لپاره د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو خپل چمتوالی ښودلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي د مرستیال وزیرانو په کچه به په دغه غونډه کې د امنیت او سولې په برخه کې خبرې وشي. د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا لپاره د عمل پلان مهم یاد شوی او نن به افغان او پاکستاني چارواکي په پنځو ډلګیو کې له ترهګرۍ سره په جګړې ، اقتصادي او امنیتي همکاریو، کډوالۍ، سیاسي همکارۍ او د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ بحث وکړي.



د مطلب کود: 217849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217849/په-کابل-کې-د-افغانستان-او-پاکستان-ترمنځ-عمل-پلان-کلنۍ-غونډه-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com