دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 217802
لاریون کوونکيو د روزګان ولایت مقام دروازه وتړله
د روزګان ولايت اوسېدونکو د کندهار ـ روزګان او ولسوالیو ته غځېدلو لارو کې د ناامنیو زیاتېدو په غبرګون کې اعتراض کړی. اعتراض کوونکي چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېږي د کندهار - روزګان لویې‌لارې او د دغه ولایت ځینې ولسوالیو ته د غځېدلو لارو چې د ناامنیو له کبله تړل شوي، د پرانیستو غوښتنه کوي چې له کبله يې د خوراکي او نورو توکيو بيې لوړې شوې دي. لاريون‌والو د ياد ولايت د مقام دروازه هم تړلې او وايي تر هغو به اعتراض ته دوام ورکړي چې غږ یې نه وي اورېدل شوی. اعتراض کوونکي له وسله‌والو هم غواړي چې لارې ورته پرانيزي. د روزګان مسوولانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcfxed00w6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته