کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لاریون کوونکيو د روزګان ولایت مقام دروازه وتړله

9 سنبله 1399 ساعت 14:50

د روزګان ولايت اوسېدونکو د کندهار ـ روزګان او ولسوالیو ته غځېدلو لارو کې د ناامنیو زیاتېدو په غبرګون کې اعتراض کړی.

اعتراض کوونکي چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېږي د کندهار - روزګان لویې‌لارې او د دغه ولایت ځینې ولسوالیو ته د غځېدلو لارو چې د ناامنیو له کبله تړل شوي، د پرانیستو غوښتنه کوي چې له کبله يې د خوراکي او نورو توکيو بيې لوړې شوې دي.

لاريون‌والو د ياد ولايت د مقام دروازه هم تړلې او وايي تر هغو به اعتراض ته دوام ورکړي چې غږ یې نه وي اورېدل شوی.

اعتراض کوونکي له وسله‌والو هم غواړي چې لارې ورته پرانيزي.

د روزګان مسوولانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.



د مطلب کود: 217802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217802/لاریون-کوونکيو-د-روزګان-ولایت-مقام-دروازه-وتړله

آوا
  https://www.avapress.com