دخپریدو نیټه :جمعه ۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 217697
حنيف اتمر نن تاشکند ته خپل دوه‌ورځنی سفر پيلوي
ټاکل شوې نن د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر د ازبکستان د لومړي وزير د مرستيال او د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې وزير عمراکوف سردار اکتومویچ په رسمي بلنه د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاشکند ته سفر وکړي. د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سفر کې دواړه لوري د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو په لا پیاوړتیا په ځانګړي ډول د ټرانسپورت، سوداګرۍ، ترانزيت، پانګونې او انرژۍ په برخو کې خبرې او بحثونه کوي. خبرپاڼه زياتوي چې ټاکل شوې دې سفر کې افغان او ازبکستاني چارواکي افغانستان ته له ازبکستان د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد تړون هم لاسليک کړي. کابل داسې مهال له تاشکند سره د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد تړون لاسليکوي چې افغانستان تر دې مهاله هم د برېښنا د نشت له کبله له جدي ستونزو سره مخ دی.
https://avapress.com/vdchwqniq23nz-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته