دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 217679
د افغانستان د پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د سولې بين‌الافغاني خبرې راتلونکې اوونۍ دوحه کې پيلېږي. عبدالله عبدالله په کابل کې يوې غونډې ته ويلي، د مذاکراتو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی او ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ بين‌الافغاني خبرې پيل شي. عبدالله زياته کړه، خلک سولې ته هيله من دی او خلک چمتو دي سولې ته د رسېدو لپاره سخت تصميمونه ونيسي. خو د نوموړي په خبره خلک اندېښنې هم لري. مردم امیدوار رسیدن به صلح است. مردم اماده است برای رسیدن به صلح تصمیم سخت بگیرد. اما نگرانی ها هم دارد. افغان حکومت داسې وخت کې دا اعلان کړی چې تر دې مهاله هم د طالبانو د نوملړ له مخې د دغه ډلې ټول بنديان نه دي خوشي شوي. له بل لوري افغان حکومت هم ويلي وو، تر هغې طالب بنديان نه خوشي کوي چې يو شمېر افغان کمانډو ځواکونه د طالبانو له بند خوشي نه شي.
https://avapress.com/vdchqqniw23nz-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته