امریکا ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ترهګرو ملاتړ کوي او په هغوی د بندیز لګولو په وخت کې د ترهګرو خوا نیسي.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې اکثریت غړو پر ایران د بندیزونو بیا لګولو لپاره د امریکا له غوښتنې سره مخالفت وکړچې په غبرګون کې یې په امنیت شورا کې د امریکا استازې کلي کرافټ وویل، امنیت شورا د ترهګرو ملاتړ کوي او پر هغوی د بندیزلګولو پر وخت دغه شورا د ترهګرو خوا نیسي.
د اندونیزیا سفیر چې ملګرو ملتونو کې د امنیت شورا پړاویز مشر دی د شې شنبې په ورځ یې د منځني ختیځ په هکله د دې شورا میاشتنۍ غونډه کې پر ایران د بندیزونو بیا لګېدو سره مخالفت وکړ او وې ویل، شورا داسې دریځ کې نه ده چې د واشنګټن د غوښتنې په هکله ګام پورته کړي.
امریکایي حکومت د پنجشنبې په ورځ وویل، د اټومي تړون پر ژمنو د نه درېدو له امله یې له ایران امنیت شورا کې شکایت کړی او ترې غوښتي یې دي چې یوه میاشت کې پر تهران د ملګرو ملتونو هغه بندیزونه ولګوي چې د تړون له مخې لرې شوي وو.
خو د دې شورا له یوه غړي ډومینیکن جمهوریت پرته نورو ټولو ۱۳ غړو د امریکا له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ.