دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 217432
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۵ تنه په کرونا اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۵۵ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي. د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۸ زره ۵۴ کسانو ته ورسېد. د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۳۸۹ تنه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۱۴۹ تنه روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۲۸ زره او ۳۶۰ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۵۴ تنو ته ورسېد. دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه په تېرو ۲۴ساعتونو کې دوه تنه مړه شوي چې دې سره د مړه شوو کسانو شمېر ۱۳۸۹تنو ته ورسېد. سرچېنه زیاتوي چې په همدې موده کې له دې وبا څخه کابو ۱۴۹تنه رغېدلي دي چې په ټولو هېواد کې د رغېدلو کسانو شمېر ۲۸زره او۳۶۰تنو ته رسېدلی دی. روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی
https://avapress.com/vdcexf8wwjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته