دخپریدو نیټه :شنبه ۱ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 217283
د احصايې ملي اداره: بلخ کې شاوخوا يو نيم مېليون وګړي ژوند کوي
د احصايې ملي ادارې د ولايتونو د وګړو د شمېر خپرولو په دوام دا ځل د بلخ ولايت د وګړو اټکليز شمېر په ډاګه کړی دی. د دغه ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بلخ ولایت کې ټول ۱ میلیون، ۵۰۹ زره او ۱۸۳ تنه ژوند کوي. په خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې ۷۶۶ زره ۸۵۳ تنه یې نارینه او ۷۴۲ زره او ۳۳۰ تنې یې ښځې دي. د خبرپاڼې په حواله، همدارنګه د ټول نفوس ۵۸۴ زره او ۸۸۶ تنه یې په ښار او ۹۲۴ زره ۲۹۷ تنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د احصايې ملي ادارې تر دې وړاندې د ټول افغانستان او يو شمېر ولايتونو د وګړو اټکليزې شمېرې هم خپرې کړې وې.
https://avapress.com/vdcivyarpt1azr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته