کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د احصايې ملي اداره: بلخ کې شاوخوا يو نيم مېليون وګړي ژوند کوي

1 سنبله 1399 ساعت 16:11

د احصايې ملي ادارې د ولايتونو د وګړو د شمېر خپرولو په دوام دا ځل د بلخ ولايت د وګړو اټکليز شمېر په ډاګه کړی دی.

د دغه ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بلخ ولایت کې ټول ۱ میلیون، ۵۰۹ زره او ۱۸۳ تنه ژوند کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې ۷۶۶ زره ۸۵۳ تنه یې نارینه او ۷۴۲ زره او ۳۳۰ تنې یې ښځې دي.

د خبرپاڼې په حواله، همدارنګه د ټول نفوس ۵۸۴ زره او ۸۸۶ تنه یې په ښار او ۹۲۴ زره ۲۹۷ تنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي.

د احصايې ملي ادارې تر دې وړاندې د ټول افغانستان او يو شمېر ولايتونو د وګړو اټکليزې شمېرې هم خپرې کړې وې.



د مطلب کود: 217283

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217283/د-احصايې-ملي-اداره-بلخ-کې-شاوخوا-يو-نيم-مېليون-وګړي-ژوند-کوي

آوا
  https://www.avapress.com