دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 217182
سپین بولدک -چمن لار پرانیستل شوه
د افغانستان سوېل ته په کندهار ولایت کې د سپین بولدک د کمیسارۍ چارواکي وایي، د جمعې په ورځ( د اګسټ ۲۱) د سپین بولدک - چمن تر منځ لار په دایمي توګه د پلي کسانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه. د سپین بولدک کمیسار شریف غرزی وایي د پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته دې پریکړي ته رسیدلي، چې د دواړو خواو څخه به کسان د پخوانیو شرایطو پر بنسټ تګ راتګ کوي. د پخوانيو شرایطو پر بنسټ د چمن ښار اوسیدونکي د شناخت کارډ ( پاکستانۍ پیژند پاڼه ) او د دې غاړې اوسیدونکي به د تذکرې په ښودولو سره د ویش پر دروازه تګ راتګ کوي. سپین بولدک- چمن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو او ټرانزېټ یوه مهمه لار ده. د رسمي شمېرو له مخې په عادي وضعیت کې پر دغه دروازه د ورځې شاوخوا ۴۵ زره کسان تګ راتګ کوي. ۱۵ زره یې لوی او واړه کاروباریان دي، چې د بلوچستان له چمن ښار څخه د کرښې دې غاړې ته د کار لپاره راځي. د کندهار وېش بازار کې شاوخوا ۲۰ زره هټۍ شته، چې د کرښې د هغې غاړې د نږدې ۱۵ زره اوسیدونکو د عاید سرچینه ده.
https://avapress.com/vdcg7u9xxak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته