دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۶
د مطلب کود : 217176
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په مشورتي لويه جرګه ۱۷۱ مېليونه افغانۍ لګېدلي دي او پاتې سپما شوې دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي نن پر خپل ټوېټر ليکلي، د مشورتي لويې جرګې لپاره ۳۳۰ مېلیونه افغانۍ بودجه ټاکل شوې وه خو له دې منځه يوازې ۴۸ سلنه يې په جرګه مصرف شوې او پاتې ۵۲ سلنه سپما شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مشورتي لويې جرګې لپاره ځانګړې شوې بودجې د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول او دا پیسې يې د دې چارې تر لګښتونو ډېرې بللې وې.

دغه راز خلکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې په دې پیسو کې هم ښايي پراخ فساد او درغلي وشي او شخصي جيبونو ته لاړې شي.

مشورتي لويه جرګه د روانې زمري مياشتې له ۱۷مې تر ۱۹مې کابل کې جوړه شوه او د افغان حکومت ته يې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو مشوره ورکړه.

خو تر دې مشورې او دومره لګښت وروسته هم تر دې مهاله افغان حکومت دغه زندانیان نه دي خوشي کړي.
https://avapress.com/vdcjaae8muqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته