دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 217166
تاجکستان د استانبول پروسې د ناستې کوربه‌توب ته چمتووالی وښود
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين نن د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير محمد حنيف اتمر سره په ټلېفوني خبرو کې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی او دغه راز يې د استانبول پروسې – د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ناستې کوربه‌توب ته چمتووالی وښود. د بهرنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو په لا پراخولو ټينګار وکړ. مهرالدين ويلي، دوی د افغانستان د سولې له پروسې او د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړن له ساتلو ملاتړ کوي او دغه راز يې هيله څرګنده کړه چې د افغانستان جګړه ژر تر ژره د افغانستان د دولت او خلکو په هڅو او د سيمې او نړۍ هېوادونو په رښتينې مرسته پای ته ورسېږي.
https://avapress.com/vdciqyarqt1azz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته