کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تاجکستان د استانبول پروسې د ناستې کوربه‌توب ته چمتووالی وښود

30 اسد 1399 ساعت 15:35

د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير سراج الدين مهرالدين نن د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير محمد حنيف اتمر سره په ټلېفوني خبرو کې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی او دغه راز يې د استانبول پروسې – د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ناستې کوربه‌توب ته چمتووالی وښود.

د بهرنیو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو په لا پراخولو ټينګار وکړ.

مهرالدين ويلي، دوی د افغانستان د سولې له پروسې او د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړن له ساتلو ملاتړ کوي او دغه راز يې هيله څرګنده کړه چې د افغانستان جګړه ژر تر ژره د افغانستان د دولت او خلکو په هڅو او د سيمې او نړۍ هېوادونو په رښتينې مرسته پای ته ورسېږي.



د مطلب کود: 217166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217166/تاجکستان-د-استانبول-پروسې-ناستې-کوربه-توب-ته-چمتووالی-وښود

آوا
  https://www.avapress.com