دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 217090
په بلخمري ښار کې چاودنه شوې
د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې ده. د بغلان ځايي مقاماتو ویلي دي چې ددې ولایت په مرکز پلخمري‌ ښار کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . د بغلان د والي‌ ویاند نذیر نجم خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه نن چار شنبه د اګست ۱۹مه د سهار په لسو بجو په پلخمري‌ ښار کې چاودنه وشوه. چاودنه د ملي‌ امنیت د منسوبیو پر موټر شوې ده . پدې چاودنه کې دوه تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي‌ دي. د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
https://avapress.com/vdceof8w7jh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته