دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 217088
خلیلزاد: د افغانستان د سولې لپاره هڅې هیله بښونکې دي
نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې د مبارکۍ په پیغام کې څرګنده کړې، افغانان د سولې تږي دي او ژر تر ژره دې روانه جګړه پای ته ورسېږي. هغه د افغانانو په مالکیت د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې. ده زیاته کړې چې افغانان دې له تېرو تجربو درس واخلي او یوې سیاسي هوکړې ته دې ورسېږي. د خلیلزاد په خبره، سیاسي هوکړه به د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او د تلپاتې سولې لامل به شي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې وه د روانې میاشتې پر ۲۶مه د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي، خو طالبان وایي، د دوی د بندیانو نه خوشي کېدل د دې لامل شوي چې دغه بهیر وځنډول شي.
https://avapress.com/vdcbwzb5wrhb8gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته