کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: د افغانستان د سولې لپاره هڅې هیله بښونکې دي

29 اسد 1399 ساعت 15:00

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې د مبارکۍ په پیغام کې څرګنده کړې، افغانان د سولې تږي دي او ژر تر ژره دې روانه جګړه پای ته ورسېږي. هغه د افغانانو په مالکیت د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کړې. ده زیاته کړې چې افغانان دې له تېرو تجربو درس واخلي او یوې سیاسي هوکړې ته دې ورسېږي. د خلیلزاد په خبره، سیاسي هوکړه به د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او د تلپاتې سولې لامل به شي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې وه د روانې میاشتې پر ۲۶مه د افغانانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي، خو طالبان وایي، د دوی د بندیانو نه خوشي کېدل د دې لامل شوي چې دغه بهیر وځنډول شي.



د مطلب کود: 217088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/217088/خلیلزاد-د-افغانستان-سولې-لپاره-هڅې-هیله-بښونکې-دي

آوا
  https://www.avapress.com