دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 216940
ولسمشر غني: که نړۍ پر موږ معامله وکړه، هغوی ته د
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د افغان سولې بهیر کې افغانستان باندې د نړیوالو د معاملې په صورت کې د دوی پر وړاندې دریږي. ښاغلي غني دا خبرې پرون په ارګ کې د ځوانانو د ورځې په یوه لمانځغونډه کې کړي دي. ولسمشر ویلي: موږ معاملې او باج ورکولو ته حاضر نه یو، که چېرې نړۍ پر موږ معامله وکړه، هغوی ته د نه ځواب ورکوو. کله چې د خپلو خلکو اجماع لرو او دا چې د ټولنې تر ټولو ستر قشر مو تر څنګ دی، له هیڅ شي نه ډارېږو." ولسمشر ویلي هغه د ملت له ارادې پرته یوه ورځ هم د ارګ په ماڼۍ کې ژوند نشي کولای او نه هم د چا خیرات ته اړتیا لري. هغه ویلي: "زه د ملت له ارادې پرته یوه ورځ هم په دې ماڼۍ کې ژوند نشم کولای، زه ماڼۍ مېشتی نه یم. موږ خیرات نه غواړو، ګډې ګټې متقابل درناوی غواړي او موږ ترې استازیتوب کوو." دا څرګندونې داسې حال کې کیږي چې قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ کیدونکې خبرې د یو لړ دلایلو له امله له ځنډ سره مخ شوي دي. تر اوسه د دغو خبرو د ځنډیدو لامل نه دی روښانه، خو ځینو حکومتي سرچینو ویلي د طالبانو له لوري د افغان پوځي سرتیرو نه خوشې کیدل او د طالب بندیانو خوشې کیدو پر وړاندې د ځينو بهرنیو هیوادونو اعتراض، د بین الافغاني خبرو د ځنډیدو عوامل دي. ولسمشر هغه وویل نړۍ باید د افغانستان د خلکومنندویه واوسي، ځکه چې دوی تروریزم سره د مبارزې په برخه کې زیاته قرباني ورکړې ده. ولسمشر همداشان ټینګار وکړ چې هغه د سولې پلوی دی، خو په هیڅ صورت کې ماته نشی منلی هغه وویل: دا چې سوله غواړو، زموږ نېکه اراده او نیت دی، مګر موږ ماته نه ده خوړلې. د جمهوریت د تحیکم بنسټ ایښودل شوی دی او دغه مراسم د جمهوریت د استحکام استازیتوب کوي.... د افغانستان ځوانان دې د ملي ارزښتونو لپاره خپل رسا غږ څرګند کړي. د سولې لاره مستقیمه او هواره نه ده او په دغه بهیر کې بریالیتوب د ثبات او مسوولیت منلو په استحکام پورې اړه لري." ولسمشر غني همداراز پر جمهوریت باندې ټینګار سره وویل که اړتیا وه رغنیزې چارې دروي، خو افغان ځواکونه به وږي پاتې نشي. هغه وویل: موږ باید د یو بل په منلو سره یوه بل ته لاسونه ورکړو او په واحد صف کې د جمهوریت ملاتړ وکړو. که اړتیا شوه سړک نه جوړوو، اما زموږ امنیتي او دفاعي قواوې وږې نه پاتې کېږي." ښاغلي غني د نظام په اډانه کې د طالبانو د مدغم کولو په تړاو هم داسې وویل: "موږ باید د طالبانو د مدغم کولو قوت ولرو او دا کار د دولت جوړولو له طرحې او د هغې له استحکام پرته ممکن نه دی. د دولت جوړولو معنی دیکتاتوري نه ده، بلکې د ولسواکۍ پیاوړتیا ده." دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو خوشې کیدو په تړاو اندیښنه څرګنده کړه. غني د پرون ورځې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې که چیرې دغه ۴۰۰ بندیان د نړیوالې ټولنې پر وړاندې کوم کار وکړي، نو نړیواله ټولنه به یې خپله مسووله وی. ولسمشر وړاندې هم ویلي چې طالب زندانیان د امریکا په غوښتنه خوشې شوي او هغه د سولې خبرو ناکامیدوته زیات اندیښمن دی.
https://avapress.com/vdchk-niv23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته