ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان ته سفر کړی وو هلته د ترکیې او پاکستان د سوداګرو ګډې غونډې ته وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ موخه او هدف د پاکستان سره سوداګریز حجم لومړی د یو میلیارد ډالرو نه اړول او وروسته پنځو میلیاردو ډالرو ته رسول دي.
هغه وویل چې په پاکستان کې د ترکیې مخامخې پانګه اچونې نن ورځ د ۵۰۰ میلیونو ډالرو نه اوښتي دي . هغه وویل چې تر ننه پورې هیڅوک په ترکیه کې په پانګه اچونې پښیمانه شوی ندی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د پاکستان خلک د تداوۍ په خاطر ډیری لویدیځو هیوادونو ته ترجیح ورکوي.
ترکیې د روغتیا په برخه کې د ډیرو قوي زیربناګانو په جوړولو سره د پام وړ پرمختګ کړی دی. هم د ښو خدماتو او هم د بیې له پلوه د ترکیې تداوي د لویدیځو هیوادونو نه ډیره او ډیره زیاته پرمختللې ده . د همدې امله پاکستاني ورورنه باید ددینه وروسته د تداوۍ په خاطر لا په کمو پیسو او د لویدیځ سره عینې او حتا د لوړ خدمت ترلاسه کولو په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکړي.
ولسمشر اردوغان وروسته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا دوه په دوه لیدنه وکړه.
همداشان د دوه په دوه لیدنې نه وروسته دواړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان په خبري غونډه کې د کشمیر د روانې ستونزې په اړه وویل چې
" ترکیه د کشمیر ستونزه د مذاکراتو ، د ملګروملتونو د پریکړو او د کشمیري ورونو د غوښتونو په نظر کې نیولو سره د حل لارې پلوي کوي."
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا په خپله وینا کې وویل چې " ۸ میلیونه تنه کشمیریان نن ورځ په سرخلاصه زندان کې ژوند کوي. د ولسمشر اردوغان نه د کشمیر په مسئله کې د قوي ملاتړ له امله مننه کوو.
هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ نن ورځ په سوریه کې په ترکیې بریدونه کیږي. پدې مسئله کې پاکستان تل د ترکیې ترڅنګ ولاړ دی .