دی وايي، مخابراتي شرکتونه باید په دې اړه وضاحت ورکړي، چې ولې انټرنېټ په دومره لوړه بیه پلوري.
د هاشمي په خبره، په دې اړه یې د اترا ادارې له تخنیکي مرستیال نقیب الله سېلاب، افغان ټلېکام او نورو مخابراتي شرکتونو سره پرلهپسې ناستې کړي او د انټرنېټ د بیو د کمولو یې ویلي دي: « موږ چمتو یو چې یو وار بیا د انټرنېټ په عمده بیو کې دېرش سلنه کموالی راولو، خو اړینه ده چې ټول مخابراتي شرکتونه دا ځل د انټرنېټ بیو په راکمولو او کیفیت لوړولو کې خپله ژمنتیا ثابته کړي.»
د مخابراتو وزارت له تېرو څو میاشتو راهیسې ژمنه کوي، چې د انټرنېټ بیې به راکمې کړي؛ خو تراوسه مخابراتي شرکتونه په خپلو پېرېدونکو په لوړه بیه انټرنېټ پلوري.
اوسمهال یوازې سلام مخابراتي شبکه ۱۰جي بي انټرېټ په ۵۱۸افغانۍ پلوري؛ خو د نورو شرکتونو بیې له زرو افغانیو پورته دي.