فلیپین کې یوه اورشیندي لاوا پیل کړې. چارواکي وايي، ممکن دا اورشیندی څو ورځو کې خطرناک مواد بادول پیل کړي. د دوشنبې په ورځ تال نومي اورشیندي لاوا پیل کړه. دا اورشیندی د فلیپین له پلازمېنې منیلا ۷۰ کیلومتره لرې سوېل کې پروت دی.
د لاوا له پیلېدو مخکې له اورشیندي ډېره ایره ووتله، چې له امله یې د سیمې نږدې اته زره کورنۍ خوندي سیمو ته بوتلل شوې. تال د فلیپین دویم تر ټولو ډېر فعال اورشیندی دی. تال یوه جزیره کې د جهیل په مرکز کې دی. دا د نړۍ له کوچنیو اورشیندو یو دی. تېرو ۴۵۰ کلونو کې ترې ۳۴ ځله لاوا وتلې ده. تېر څه مهال له تال سره نږدې سیمو کې د رېږدلې یا زلزلې ۳۲ جټکې محسوسې شوې دي.