د زابل والي رحمت الله یارمل له لورې په کلات ښار کې، ددې ولایت دعالي دارالمعلمین د ودانۍ د بنسټ تیږه کېښودل شوه. د مالوماتو پر بنسټ دغه ودانۍ د ښارجوړونې وزارت له لوري، په درېیو پوړونو کې د شاه وخوا ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت رغول کیږي.