د پلخمري ښار د دوهمې ناحیې ګذر وکیل دین محمد جرات د ښځینه پولیسو یوه افسر وایي د پلخمري د سیمه ییز روغتون ځمکه د ولایتي شورا رئیس له خوا غصب شوې ده.
دوی ادعا کوي چې ښاغلي محسیني د سیمه روغتون پر ځمکه ساختماني چارې پیل کړي او روغتون ته د ملکیانو او امنیتي ځواکونو د ټپیانو لېږد او د خلکو تګ راتګ له خڼد سره مخ کړي.
ښاغلي جرات وایي د بغلان والي، امنیه قوماندان، ښاروال، او نور حکومتي چارواکي له ښاغلي محسیني څخه ویره لري او د پلخمري سیمه روغتون ځمکې ترڅنګ په نورو ځایونو کې هم ځمکې غصب کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولتي او نورو ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره هلې ځلې دوام لري.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونی امنیتي ارګانونو ته امر وکړ چې د ځمکو له غاصبینو سره جدي چلند وکړي.
بلخوا د بغلان ولایتي شورا رئیس محمد صفدر محسیني د پلخمري سیمه ییز روغتون اړوند د ځمکې د غصب په اړه راپورونه ردوي او ادعا کوي چې ځیني کسان د شخصي ستونزو له امله ورته ادعاوې کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)