په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښیي چې ښاغلي برمک د اختر په دویمه ورځ یې لیدلي دي.
که څه د کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خواله رسنیو کې ویل شوي ښاغلي برمک د وسلوالو طالبانو هرکلي لپاره د کابل ښار کمپنۍ سیمې ته تللی.
په همدې حال کې ښاغلي برمک بي بي سي ته ویلي “د میدان وردګ په لار مې ګزمه کوله چې وسلوال طالبان مې له موټر ولیدل، دوی خپل موټر ودراوه زه هم ور کوز شوم چې احوال پرسي ور سره وکړم”.
هغه زیاته کړه “ما طالبانو ته وویل، چې دا خو نظام دی کومه ستونزه او مشکل خو به نه وي کومه ستونزه ګورې او ځورول شوی خو به نه یې”.
بلخوا د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې اوربند په بشپړ مراعت شوی.
چارواکي زیاتوي، چې د هېواد په ځینو برخو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله وال طالبان له يو بل سره روغبړ هم کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)