دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 151940
ولسمشر غني د هند په پلازمینې نوې دهلي ښار ته ورسید

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشری نن سهار د هند پلازمینې نوې دهلي ته ورسید.

ارګ ماڼی وایي، په دفاعي چارو کې د هند د دولت وزیر او نورې لوړپوړي هندي چارواکي له ولسمشر غني سره د هند په پوځي هوایي ډګر کې هرکلی وکړ.

په پام کې ده چې ولسمشر غني د خپل یو ورځني سفر په لړ کې له خپل هندي سیال رامنات کووېند او د هند له لومړی وزیر نرندرا مودي سره وګوري.

د هند ولسمشر او لومړی وزر سربېره، ټاکل شوې ده چې د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج هم له ولسمشر غني سره وګوري.

هند ته د ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابو دوه میاشتې مخکې د سویلي اسیا لپاره د واشنګټن نوې ستراتیژي اعلان کړه.

هند په تېرو شپاړس کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.

تیر کال هم د هند حکومت افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت یو نوي مرستو بسته اعلان کړه.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي افغانستان لپاره د خپلو مرستو ژمنه تکرار کړه او د بېلو پلانونو لپاره یې د نژدې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfjydyxw6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته