افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ښار ته ورسېد او په پام کې ده چې د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې د کاسا زر پروژې په غونډه کې برخه واخلي.
د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر غني به د دغه یو ورځني سفر پر مهال په دغې ناستې کې پر ګډون او وینا سربیره د تاجکستان جمهوررئیس امام عليرحمان سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، جې همداراز به جمهوررئیس د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون تر څنګ د تاجکستان د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.
د هېواد جمهوررئیس سره په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاهزمان میوندي هم ملتیا کوي.