د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس دخبر له مخی، په بهرنیوچارواکې د صدراعظم نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز پرون ناوخته اسلام اباد کې افغان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال ته ټیلیفون کړى او د پولی د پرانیستل کېدو له پرېکړې یې خبر کړى دى.
افغان سفیر زاخېلوال په دې اړه پر خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلی چې د پاکستان حکومت د مارچ پر اوومه او اتمه د هغو مسافرو لپاره د پولی پرانېستو موافقه کړې چې په پاسپورټونو او ویزو پاکستان ته راغلی او دلته بند پاتې دی.
ښاغلی زاخېلوال ویلی چې د تورخم او سپینبولدک د لویو لارو د عادی او بشپړې پرانیستنې په اړه لا د پاکستان له حکومت سره مثبتې نتیجې ته نهدی رسېدلی، خو پاکستان ته په ویزه راغلو افغان مسافرو باندې یې غږ کړى چې له موقې څخه په ګټې اخیستنې دې تیاری وکړی او د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې دې خپل هېواد ته ستانه شی.
په دی حال کي، د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف ويلي چې ترڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ګډه پوله د څارنې کلک انتظام نهوي شوى، دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ له خطر سره مخامخ وي.