کنړ کې يو شمېر ځوانانو د شهيد اباسين وژنه په کلکه وغندله او د ملي يووالي له حکومت يې وغوښتل چې د نوموړي وژونکي دې ژر تر ژره علني محاکمه کړي.
کنړ کې يو شمېر ځوانانو د شهيد اباسين وژنه په کلکه وغندله او د ملي يووالي له حکومت يې وغوښتل چې د نوموړي وژونکي دې ژر تر ژره علني محاکمه کړي.
دا خلک چې د يو غبرګون په ډول راټول شوي وو، غوښتنه يې کوله چې دولت دې خپلې ژمنې عملي کړي.
دوی وايي، د تنکي اباسين وژنه د ټول هېواد د بچيانو وژنه ده، بايد وژونکي يې په سخته سزا ورسيږي.
د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د تنکي اباسين پر وژنه خلکو غبرګونونه ښودلي او له دولت يې ټينګه غوښتنه کړې چې د هغه وژونکي دې ژر تر ژره محاکمه شي.