دعراقی پوځیانو د عملیاتو له کبله، د داعش د ترهه ګری ډلی ۵۵ عناصر، د صلاح الدین په ولایت کی ووژل شول .
السومریه د ویب سایټ د رپوټ له مخی، دعراق د دفاع وزارت نن، دیوی بیانیی په خپرولوسره، اعلان وکړ چی، دصلاح الدین په ولایت کی، د سامرا د عملیاتو د قومندانۍ ځواکونو، د ؤلسی قواؤو او قبایلو په مرستی سره، ۵۵ ترهه ګر په هلاکت رسولی، او د هغوی ۱۵ موټرونه یی هم ویجاړ کړل .
دعراق د دفاع وزارت په بیانیه کی راغلی دی چی، دعراق پوځیانو او ؤلسی قواوؤ، په څلورو خواؤوکی، د پرمختګ په ترځ کی، ۶۳ بمونه کشف او شنډ کړی، او د ضلوعیه په سیمه کی یی، د کبیبه او کریحه کلی آزاد کړل .
دیوبل خبر له مخی د عراق د پارلمان استازی ، مؤفق الربیعی اعلان وکړ : د داعش ترهه ګری ډلی، د خپلو غړیو ۸۶ کسان، د جنګ له ډګر څخه د تیښتی، او خپلو هیوادونو ته د ستنیدو په تور، اعدام او پانسی کړل .