دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په شپه په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی ایران کې ددغه لوي امام بزرګوار د زوکړې په شپه دحضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم ،بې بی معصومه حرم ، دحضرت امام خمیني او شاه عبدالعظیم حرم کې ځانګړې دستورې جوړې شوي او دغه راز په نورو ځایونو کې هم خلکو دخوشالۍ دستورې جوړې کړې او ویناوالو داهل بیت علیهم السلام پرسیرت او ځانګړنو رڼا واچوله او اهل بیت علیهم السلام مینه والو هم دپاکو اهل بیتو له سیرته خپل زړونه خړوبه کړل.
دتهران دپښتو خپرونې ټول کارکونکي هم په دې نیکمرغه ورځ داهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)